د روژې په مباركه مياشت كې د مسلمان دندې

مولوي عبدالحليم

روژه د بركتونو، رحمتونو، مغفرتونو او عبادتونو مياشت ده، د اسلام پيغمبر(ص) فرمايي، هغه څوك بدبخته دى، چې د روژې مياشت ورباندې تېره شي، خو خپل ځان په كې له ګناهونو پاك نه كړي، ځكه نو موږ ته ښايي، چې په دې درنه مياشت كې لوى خداى ته مخه كړو، له دې فرصت نه په ګټې اخيستلو سره نفسونه پاك كړو او ځانونه د لوى خداى(ج) د رحمتونو مستحق وګرځوو.
مسلمانانو ته لازمه ده چې په پوره ډول سره د روژې په مياشت كې لاندې لارښوونې عملي كړي
۱_ موږ مسلمانان بايد دا درك كړو، چې لوى خداى (ج) په روژه باندې زموږ ايمانونه ازمويي، د دې لپاره چې څرګنده كړي، څوك په روژه نيولو او د ايمان په دعوه كې ريښتونى دى؟
۲_ موږ مسلمانان بايدپه پاكو نيتونو يوازې د لوى خداى (ج) امر د پر ځاى كولو او د هغه د رضا لپاره روژه ونيسو، لكه څنګه چې پيغمبر(ص) فرمايي، ژباړه: ټول عملونه له نيتونوسره تړلي دي او انسان ته د هغه د نيت پر بنسټ بدله وركول كېږي.
۳_ موږ مسلمانانو ته په كار دي چې د روژې د مياشتې له هرې ګړۍ او هرې شېبې څخه خاصه ګټه واخلو او اوږده شپه او ورځ په خوبونو تېره نه كړو.
۴_ موږ مسلمانانو ته په كارده، چې د روژې په مياشت كې د قران كريم تلاوت وكړو.
۵_ موږ بايد خپل څښتن ته توبه وباسو او پر خپلو تېرو عملونو له سره غور وكړو، ځكه د لوى خداى (ج) دربار همېشه زموږ د توبو په وړاندې خلاص دى، لكه څنګه چې لوى خداى(ج ) فرمايي، ژباړه: الله پاك د هغو بندګانو توبې قبلوي، چې كومه ګناه په تېروتنې سره ترې وشي، همدا راز د اسلام ستر لارښود حضرت محمد(ص) فرمايي، ژباړه: له ګناه څخه توبه ايستونكي داسې دي، لكه له سره چې يې ګناه نه وي كړې.
۶_ موږ مسلمانانو ته ښايي چې د روژې مياشتې شپې په بې ځايه بنډارونو او بې ګټې خبرو تېرې نه كړو بلكې په دې شپو كې د لوى خداى (ج) عبادتونه وكړو.
۷_ موږ مسلمانان بايد په دې مياشت كې خداى ته ډېره عاجزي، عذر، زاري او دعاګانې وكړو او له همدارنګه له لوى خداى (ج) څخه د ګناهونو بښنه وغواړو.
۸_ موږ بايدپنځه وخته لمونځونه په جماعت سره ادا كړو، ترڅو له خپلومسلمانو وروڼو سره اوږه پر اوږه ودرېږو، د يووالي څرګندونه وكړو، د بې وزله، غريبو، ناروغو او مسافرو ګاونډيانو له حاله ځانونه خبر كړو او مرسته ورسره وكړو.
۹_ موږ ته په كار ده، چې يوازې په خوله روژه ونه نيسو، بلكې د بدن ټول غړي مو د لوى خداى (ج) له نواهي څخه راوګرځوو، لكه څنګه چې د اسلام پيغمبر(ص) فرمايي: خداى (ج) د بنده د خولې له تړلو سره كار نه لري، بلكې بايد په ټوله مانا روژه ونيسي.
نو ګرانه مسلمانه! دا روژه د الله پاك مياشت ده، له اوره د ازادېدو او د جنتونو د ګټلو مياشت ده، راشئ په دې مياشت كې لوى خداى (ج) ته مخه كړو، د دنيا له مادي مصروفيتونو او بوختياو څخه لږ ځانونه له خداى (ج) سره بوخت كړو، د دنيا مادي غوښتنې نه خلاصېږي، ګېډه نه مړېږي، شهوت نه خړوبېږي، د دنيا كار او بار پاى ته نه رسېږي، دا ټولې هغه بوختياوې دي، چې پاى نلري، ګټه يې هم تلپاتې نه ده او خوندونه يې هم همېشني نه دي، راشئ يو څه وخت يوې بلې سوداګرۍ ته لاس ورته كړو، داسې سوداګري چې هېڅ تاوان نه لري، (تجارت لن تبور) داسې سوداګري، چې سر ترپايه ګټه ده، تلپاتې ګټه، د تلپاتې ژوند ډاډېينه، ارام او سكون په همدې نېكمرغه او د لويو ثوابونو لاسته راوړنكې مياشت ده، نو ټولو مسلمانانو ته په كار دي چې په دې مياشت كې په سمه توګه عبادت وكړي، او د الله (ج) اوامر په ځاى او له نواهيو څخه يې ځان وساتي.
ښايي هېڅ مسلمان د روژې د مېاشتې له فضيلت، بركت او سترتوب څخه بې خبره نه وي، ځكه روژه د رحمت بښنې او له اوره د خپلواكۍ مېاشت ده، داسې يوه مېاشت ده، چې د لوى څښتن (ج) له لوري په كې زرګونه بندګان له اوره خلاصون مومي، د دوزخونو دروازې تړل كېږي، لوى شيطانان په زنځيرونو بندېږي او د خداى د رحمت دروازې په كې پرانيستې پاتې كېږي.