دخوست بوهنتون استاد نجیب الله امریکایانو نامعلوم لور ته بیولی دی

حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي

 د خوست ولایت  د شيخ زايد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا ديپارتمنت استاد پوهيالی نجيب الله چې د ښاغلي فضل احمد زوی او د وردګو ولايت د جلګې د ولسوالۍ د رشيد د کلي اوسيدونکی دی د تېرې پنجشنبې په ورځ د خوست ښار د اړوندې سيمې څخه د امريکايي قواوو له طرفه نيول شوی او هغوی بيا د خوست د ملي امنيت چارواکو ته سپارلی دی. 
استاد نجيب الله د ښوونې او روزنې د پوهنځۍ يو تکړه استاد وو. د پوهنتون ټول استادان او محصلين دده د نيولو د خبر په اورېدو په تعجب او خفګان کې دي.
ځکه نوموړی استاد د يو علمي مسلکي شخصيت وو چې د شاګردانو په قول يې د تېرو څلورو پينځو کلونو په ترڅ کې يوه ورځ هم په ټولګي کې کومه سیاسي يا زړه ازاروونکې خبره نده کړې.
استاد نجيب الله د کيميا په برخه کې د خوست له مطرح استادانو څخه ګڼل کېده چې له پوهنتون څخه پرته يې د لېسو په زده کوونکو او د دارالمعلمين په استادانو کې هم پراخه پېژندګلوي او محبوبيت درلود .
دده دلياقت او استعداد په برکت وو چې دی د لوړو زده کړو وزارت له طرفه د يوه رقابتي بورس په ترڅ کې د ماسټري د دورې د زده کړو لپاره له هېواده بهر لېږل شوی وو. د ماسټري درسونه يې زمونږ د تېر سمستر په جريان کې شروع شوي وو .  اوس چې دی د رخصتۍ د تېرولو لپاره خوست ته راغلی وو د امريکايانو له خوا ونيول شو. 
سره ددې چې د ده د نيولو د انګېزې په اړه څوک څه نه شي ويلای خو زمونږ د معلوماتو په اساس استاد نجيب الله د سيمې د يوه شخص سره چې دده ګاونډی وو او د امريکايانو سره يې د ټېکه دار په حيث کار کاوه، يو څه موده مخکې څه شخصي مشاجره درلوده .
په غالب ګومان نوموړی شخص چې دخوست ولایت د تڼيو په قوم پورې اړوند دی د ده د نيولو اصلي محرک دی ځکه چې دده له نيولو مخکې يې ده ته او له هغه وروسته يې د ده متعلقينو ته تهديدوونکي تيليفوني خبرې هم کړې وې .
د پېښې په اړه د پوهنتون ټولو محصلينو خصوصا وردګو محصلينو شديد عکس العمل ښودلی خو د پوهنتون اداره د مظاهرې او علني غږ اوچتولو شديد مخالفت کوي.
د خوست ميشتو خبريالانو سره مو موضوع هم په انفرادي ډول او هم د يوې غونډې په ترڅ کې چې ټولو ژورنالېستانو پکښې حضور درلود مطرح کړېده. د خوست له والي سره هم ليدل شوي دي خو څه نتيجه پرې نده مرتبه شوې  .
له ټولو  دوستانو څخه غوښتنه کوو چې د خپل دې مظلوم ورور سره چې په يوه پښتني سيمه کې ورسره بې پښتو کار شوی، خپله مرسته ونه سپموي  .  
په پای کی له تولو چارواکیو خخه غوشتنه کیږی ترڅو ددغه شان ناوره کرنو مخنیوی وکری