لندن کې افغان سفارت يو افغان وهلى برتانيايي پوليس تحقيق کوي
د تاند ويپاڼه
تاند د فبروري ١٢ مه :
په لندن کې د افغانستان د سفارت درو هغو ديپلوماتانو چې د پاسپورټ سپارلو په برخه کې کار کوي خپل يو افغان وهلى ټکولى دى .
دغه افغان چې ملک احمدزى نوميږي پوليسو ته ورغلى او دعوه لري چې د سفارت کارکوونکو په دې تور وهلى چې دى په دري ژبه نه پوهيږي او بايد له سفارته ووځي .
ملک احمدزى وايي د فبروري په نهمه نېټه چې د سه شنبه ورځ وه افغان سفارت ته د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ورغلى و .
کله چې د سفارت د کارکوونکو په توضيحاتو نه و پوى شوى نو ورڅخه هيله يې کړې وه چې په پښتو دې ورته ووايي .
د سفارت کارکوونکو ورته ويلي و چې که په دري نه پوهيږي د افغانستان په سفارت کې ځاى نه لري .
د ملک احمدزي او د افغان سفارت د کارکوونکو ترمنځ لانجه کنځلو ته رسيدلې وه او بيا د دۀ په وينا د سفارت درو کسانو وهلى ټکولى دى .
ملک احمدزى وايي چې چا پوليسو ته زنگ وهلى و خو د سفارت کارکوونکو پوليس پرېنښودل چې دننه ورشي او د دۀ حال وگوري .
احمدزى دعوه کوي چې د سفارت يوۀ کارکوونکي ورته ويلي و چې دى سفير دى او غوره به دا وي چې دا قضيه همدلته هيره کړي .
ملک احمدزى وايي د دۀ د بيا بيا غوښتنو په سر هم چا سفير ورونه غوښت او همدا ورته ويل کيدل چې د افغانستان د نامۀ د بدنامۍ د مخنيوي لپاره بايد برتانيايي پوليس خبر نه کړي .
اوس برتانيايي پوليس وايي چې د دې پېښې پلټنه يې پيل کړې ده . افغان سفارت په دې باب له څه ويلو ډډه کوي .
په لندن کې د افغانستان د سفارت په باب پخوا هم دا ډول خبرې کيدې چې گواکې د ژبې په سر له افغانانو سره لانجې کوي خو دا لومړى ځل دى چې کومه قضيه يې برتانيايي پوليسو ته رسيدلې ده .
د تاند ویبپاڼه