په جرمنی کی د الحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ د فاتحې خبرتيا


د لوی او بخښونکي خدای په نامه
د  افغانستان دولسی جرګی د دیارلسمی دوری وکیل ، قومی او ولسی مشر او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری او څارنوال محمد نعیم خان مشر ورور، حاجی عبدالجلیل ملنګ چی په وکیل ملنګ ئی شهرت درلود د خپلی ورپیښی   ناروغئ له کبله د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر دمیاشتی  په ۲۲ مه نیټه د سهار په یوولسو بجو لدی فاني نړئ څخه  د تل لپاره سترګی پټی کړی.      انا لله و اناالیه راجعون

دارواښاد حاجی  وکیل عبدالجلیل ملنګ جنازه  د کونړ وﻻيت د خاص کونړ په ولسوالئ کی په خپله پلرنئ هدیره کی  خاورو ته وسپارل شوه.

د ارواښاد  کورنۍ او خپلوان   پدی وسیله ټـولـو دوستـانـو ته  خـبـر ورکوی ،چی په جرمنی کی د خـدای بخښلی حاجی  وکیل عبدالجلیل ملنګ فـاتــحـه د ۲۰۰۹ عيسوي کال د ډسمبر دمیاشتی  په اوه ویشتمه ( ۲۷ مه )نېټه د يکشنبې (اتوار) په ورځ د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دريو بجو پورې په لاندینئ پته اخیستل کیږی.

 

د فاتحی ځای

 

Event Palast
Max Planck Straße 9a
50354 Hürth bei Köln
www.eventpalast.com